د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې دې ادارې په بدخشان، بغلان او فاریاب ولایتونو کې ۲۵۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د تلې۶مه) په یوه بیان کې وویل چې دې ادارې په بدخشان، بغلان او فاریاب ولایتونو کې ۲۵۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرسته ویشلې ده.
په بیان کې زیاته شوې: دا اداره هغو ټولنو سره مرسته کوي چې د لسیزو وسله والو جګړو له امله اغیزمن شوي دي ترڅو خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي او اقتصادي ستونزې حل کړي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، له ۲۰ ملیون څخه ډیر افغان وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس