۰

متقي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي

یکشنبه ۶ میزان ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۸
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د جماعت اسلامي پاکستان له پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د ډلې او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي.
متقي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د جماعت اسلامي پاکستان له پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د ډلې او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د تلې ۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې د وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د محمد ابراهیم په مشرۍ د جماعت اسلامي پاکستان له پلاوي سره ولیدل.

متقي د طالبانو او پاکستان ترمنځ په مختلفو کچو کې د پلاويو لیدنې مهمې وبللې او د دواړو خواوو ترمنځ مثبتې اړیکې یې د هر لوري په ګټه وبللې.

د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي د طالبانو او پاکستان د خلکو ترمنځ په نږدېوالي ټینګار وکړ.

پلاوي د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو ښه والی د دواړو هېوادونو د خلکو د ژوند په ښه کولو کې ګټور وباله او هیله یې څرګنده کړه چې ستونزې به حل شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي