چین، روسیه، ایران او پاکستان بګرام ته د امریکا د بیا راتګ مخالفت وکړ

5 میزان 1404 ساعت 19:57

د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د بګرام هوايي ډګر ته د امریکا له بیرته ستنیدو سره مخالفت وکړ.


د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د بګرام هوايي ډګر ته د امریکا له بیرته ستنیدو سره مخالفت وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن شنبې (د تلې ۵ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د بګرام هوايي ډګر په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د دې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ټینګار سره یې د افغانستان دننه یا بهر د امریکا له خوا د پوځي اډې د جوړولو مخالفت وکړ.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون وویل چې هغه د بګرام هوايي ډګر د تسلیمیدو په اړه له طالبانو سره په خبرو اترو کې دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com