د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

19 سنبله 1404 ساعت 16:58

په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د خپل هیواد اړیکې یې دوستانه وبللې.


په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د خپل هیواد اړیکې یې دوستانه وبللې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن، چهارشنبې (د وږي ۱۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له سفیر عیسی سالم الظهري سره د خدای پاماني لیدنه وکړه.

متقي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د متحده عربي اماراتو د سفیر د کار ستاینه یې وکړه.

د متحده عربي اماراتو سفیر د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې به په ډیرو برخو کې پراخې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com