په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د خپل هیواد اړیکې یې دوستانه وبللې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن، چهارشنبې (د وږي ۱۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له سفیر عیسی سالم الظهري سره د خدای پاماني لیدنه وکړه.
متقي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د متحده عربي اماراتو د سفیر د کار ستاینه یې وکړه.
د متحده عربي اماراتو سفیر د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې به په ډیرو برخو کې پراخې شي.
جمهورخبري آژانس