د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د قزاقستان لیوالتیا

19 سنبله 1404 ساعت 16:55

د قزاقستان د ترانسپورت وزارت سلاکار د طالبانو ډلې د کانونو وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال وزیر سره ولیدل او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره یې د خپل هیواد لیوالتیا اعلان کړه.


د قزاقستان د ترانسپورت وزارت سلاکار د طالبانو ډلې د کانونو وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال وزیر سره ولیدل او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره یې د خپل هیواد لیوالتیا اعلان کړه.

د جممهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت نن چهارشنبې (د وږي۱۹مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال وزیر مولوي عبدالرحمن قانت، په کابل کې د ترانسپورت وزارت له سلاکار او د قزاقستان د ریل پټلۍ شرکت له مرستیال رییس سره ولیدل.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ښې شي.

په دې غونډه کې، د قزاقستان د ترانسپورت وزارت سلاکار د هیواد په کانونو کې پانګونې ته خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د طالبانو د کانونو وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال وزیر په هیواد کې د پانګونې لپاره د قزاقستان د لیوالتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی به د کانونو د قانون او طرزالعملونو سره سم له قزاقستان سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185889

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com