په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې یو کس خپل ورور او وراره د ځمکې پر سر په کورنۍ شخړه کې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد نن چهارشنبې (د وږي ۱۹مه) وویل چې دا شخړه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د روداتو ولسوالۍ په "غلجایه" کلي کې د دوو وروڼو ترمنځ رامنځته شوه.
هغه څرګنده کړه چې لومړی د ځمکې پر سر دواړو وروڼو لفظي شخړه وکړه او بیا یو ورور خپل ورور او وراره په ډزو ووژل.
د ننګرهار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وویل چې بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.
جمهورخبري آژانس