په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هیواد د زلزله ځپلو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو دوهمه جوپه د رسیدو اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو دفتر نن شنبې (د وږي ۱۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د اروپايي ټولنې څخه د ژوند ژغورنې توکو دوهمه جوپه کابل ته ورسېده.
په بیان کې زیاته شوې چې د لومړۍ زلزلې څخه یوازې څو ورځې وروسته، یوې بلې قوي زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه.
یونیسف وویل چې د هغو کورنیو اړتیاوې چې خپل عزیزان، کورونه او د اوبو سرچینې یې له لاسه ورکړي دي په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۳۰ ټنو بشري مرستو یوه جوپه ترلاسه کړې ده.
جمهورخبري آژانس