۰

ازبکستان ژمنه کړې چې د زلزلې قربانیانو ته ۲۶۶ ټنه بیړنۍ مرستې ورسوي

شنبی ۱۵ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۰۴
په تاشکند کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د ازبکستان لومړي وزیر ژمنه کړې چې د هیواد د زلزلې قربانیانو ته ۲۶۶ ټنه بیړنۍ مرستې ورکړي.
ازبکستان ژمنه کړې چې د زلزلې قربانیانو ته ۲۶۶ ټنه بیړنۍ مرستې ورسوي
په تاشکند کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د ازبکستان لومړي وزیر ژمنه کړې چې د هیواد د زلزلې قربانیانو ته ۲۶۶ ټنه بیړنۍ مرستې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په تاشکند کې د طالبانو سفارت نن شنبې (دوږي ۱۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې سفارت د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمن شویو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د دعا او تسلیت مراسم ترسره کړل.

د ازبکستان جمهوریت لومړي وزیر عبدالله عارفوف په دې مراسمو کې ګډون وکړ او خپله خواخوږي او د هغه هیواد د ولسمشر غمرازي یې څرګنده کړه او هغوی یې د غمرازي په کتاب کې ثبت کړل.

عارفوف د قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو پرمهال ژمنه وکړه چې ۲۶۶ ټنه بیړنۍ مرستې به ورکوي او په راتلونکي کې به له زیانمنو کورنیو سره نورې همکارۍ کوي.

په ازبکستان کې د طالبانو د امارت سفیر عبدالغفار بحر د زلزلې له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه معلومات ورکړل او د عارفوف د ګډون او خواخوږۍ څخه یې مننه وکړه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي