د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې په دویم ځل هم اماراتو ته ماته ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون جمعه ماښام( د وږي ۱۴ مه) د متحده اماراتو شارجه لوبغالي کې پیل شوه، افغان لوبډلې د پچې په کټلو سره توپ وهنه پيل کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې هدف وټاکه.
ابراهیم ځدران ۴۸، رحمن الله ګربز ۴۰، کریم جنت ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۳ منډې وکړې.
که څه هم په دې لوبه کې مجرب لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي، صدیق اتل او الله محمد غضنفر نه و اخیستل شوي، خو بیا هم اماراتو نه شوای کولی دغه هدف پوره کړي.
اماراتو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ مندې وکړې او دغه لوبه یې د ۴ منډو په توپير افغان لوبډلې ته وبایلله.
د یادونې ده، چې په یاده لوبلړۍ کې افغان لوبډلې درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې او د لوبلړۍ پاینل ته وتلی دی.
افغان ملي لوبډله به سبا یکشنبې (د وږي ۱۶ مه) د ماښام ۷:۳۰ بجې له پاکستان سره د سیالۍ ډکر ته ښکته شي.
جمهورخبري آژانس