۰

په قزاقستان کې د میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل شوه

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۴۳
په قزاقستان کې د طالبانو سفارت په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش د پروسې د پیل اعلان وکړ.
په قزاقستان کې د میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل شوه
په قزاقستان کې د طالبانو سفارت په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش د پروسې د پیل اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قزاقستان کې د طالبانو سفارت نن پنشنبې (د وږي ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروسه په آستانه کې د دوی د شارژدافیر محمد الرحمن لخوا د لومړي پاسپورټ په صادرولو سره پیل شوه.

طالبانو ویلي چې په قزاقستان کې د هیواد اتباع اوس کولی شي د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو یا نوي کولو لپاره په آستانه کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو دمخه په څو نورو هیوادونو کې افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش پروسه پیل کړې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي