د یوناما مرستیال:

د کونړ د زلزلې ځپلو ځینو برخو سره لا هم اړیکه نه ده نیول شوې

13 سنبله 1404 ساعت 9:31

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مرستیال یا یوناما وايي چې د کونړ د وروستیو زلزلو ځپلو ځینو برخو سره لا هم اړیکه نه ده نیول شوې.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مرستیال یا یوناما وايي چې د کونړ د وروستیو زلزلو ځپلو ځینو برخو سره لا هم اړیکه نه ده نیول شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مرستیال یا یوناما، اندریکا راتواټ، نن پنشنبې  (د وږي ۱۳مه) وویل، د کونړ د زلزلې ځپلو برخو سره هیڅ اړیکه نه ده نیول شوې.

هغه زیاته کړه: حتی د چورلکو لیږل او په سیمه کې یې ښکته کول، ستونزې شتون لري، او طالبان هم له دې ننګونې سره مخ دي.

د راتواټ په وینا، دې مسلې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارمندانو لپاره د ځواکونو د ځای پر ځای کولو پرمهال یوه لویه ننګونه رامینځته کړې، او اوس مهال د سازمان ۲۰ د بیړني ارزونې ټیمونه سیمې ته لیږل شوي دي.

اندریکا راتواټ وویل: "دا یوه ډیره غرنۍ سیمه ده او د زلزلو، ځمکې ښویدنې، ډبرو د ښوییدو او نورو له امله، په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د هرچا لاسرسی خورا محدود و."

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه او نورې ادارې په اغیزمنو سیمو کې د ګرځنده اړیکو، ترمیم او د زیانونو د ارزونې لپاره کار کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185649

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185649/

جمهور
  https://www.jomhornews.com