افغانستان کې سخت زلزلې تر ۱۰۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

10 سنبله 1404 ساعت 4:56

افغانستان کې د ریشتر په حساب شپږ درجې زلزلې، چې مرکز یې ختیځ ولایتونو وو، ګڼ کلي وران کړي او تر اوسه پورې د ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.


افغانستان کې د ریشتر په حساب شپږ درجې زلزلې، چې مرکز یې ختیځ ولایتونو وو، ګڼ کلي وران کړي او تر اوسه پورې د ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
 
د جمهور آژانس د خبرله مخې دغه زلزله د دوشنبې په شپه (د وږي ۹ مه) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې رامنځ ته شوې ده،
 
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.
 
د زلزلې تر ټولو سخت ټکانونه په کونر، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وو، خو په ګڼو نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
 
لومړني راپورونه وايي، د زلزلې له امله تر ټولو درنده مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځ ته شوې او ننګرهار او لغمان څخه هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دی.
 
د راپورونو له مخې کونړ ولایت کې تر لسو ډېر کلي یا بشپړ وران شوي او یا قسمي تخریب شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو والي ویلي، یوازې په کونړ ولایت کې د شهیدان شمېر تر ۵۰۰ اوښتی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
 
د راپورونو پر اساس په کونړ ولایت کې تر لسو زیات کلي یا بشپړ او یا هم په قمسي ډول تخریب شوي دي.

ویل کېږي د زلزلې له امله لارې بندې دي، او سیمې ته چورلکې د مرستې په موخه لېږل شوي دي.

له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند اجمل درویش رویترز خبري اژانس ته وویل چې نهه کسه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ، چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزله شوې وه چې وروسته یې نور ټکانونه هم درلودل . د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي وو چې لږترلږه ۴۰۰۰ کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.

وروسته ملګرو ملتونو د مړو شمېره شاوخوا ۱۵۰۰ وښوده چې دغه زلزله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو وژونکې طبیعي پیښه وه.
 
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 185537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com