د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بیړنۍ غونډې پریکړه:

د ترافیکي قوانینو څخه سرغړونکي مسافر وړونکي موټرونه باید سمدلاسه ودرول شي

5 سنبله 1404 ساعت 18:37

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پیښو د زیاتوالي په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې پریکړه کړې چې هغه مسافر وړونکي موټرونه چې د ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه کوي باید ودرول شي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پیښو د زیاتوالي په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې پریکړه کړې چې هغه مسافر وړونکي موټرونه چې د ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه کوي باید ودرول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبې (د وږي ۵ مه) په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: د کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پیښو د مخنیوي لپاره یوه بیړنۍ غونډه وکړه.

ګډونوالو د داسې ترافیکي پیښو د مخنیوي لپاره حل لارې وړاندې کړې او د عامه امنیت پولیسو او ترافیک پولیسو ترمنځ یې په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې، طالبانو پریکړه وکړه چې د امنیتي چارو د لوړ پوړي مرستیال سره په همغږۍ کې، هغه مسافر وړونکي موټرونه چې د ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه کوي باید ودرول شي او د کابل د ولایتي پولیسو د قوماندانۍ چارواکي باید د پیښو د عاملینو د نیولو لپاره اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تیره اونۍ کې (د سه شنبې په شپه په هرات کې او تیره شپه په کابل کې) په دوو مرګونو ترافیکي پیښو کې ۱۰۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com