۰
طالبان ایران ته:

له کډوالو سره د اسلامي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې چلند وکړئ

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۲۸
د طالبانو  د سرحدي چارو وزارت مشر په کابل کې د ایران د سفارت له مشر سره وکتل او له ایرانیانو یې وغوښتل چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د اسلامي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې چلند وکړي.
له کډوالو سره د اسلامي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې چلند وکړئ
د طالبانو  د سرحدي چارو وزارت مشر په کابل کې د ایران د سفارت له مشر سره وکتل او له ایرانیانو یې وغوښتل چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د اسلامي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې چلند وکړي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې د سرحدي چارو وزیر ملا نورالله نوري نن چهارشنبې (د وږي ۵ مه) په کابل کې د ایران د سفارت له مشر علي رضا بگدالي سره ولیدل.

دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو پراختیا، متقابل باور، سیمه ییزو مسلو او د دواړو خواوو ترمنځ د ښو اړیکو پر بنسټ د غوره همغږۍ د رامنځته کولو په اړه بحث وکړ.

نوري زیاته کړه: افغانان له څلوېښتو کلونو جګړې څخه ځورېدلي او د سیمې په ډېرو هېوادونو کې کډوال شوي دي.

طالبانو د ایران د سفارت له مشر څخه وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره د اسلامي او نړیوالو معیارونو په چوکاټ کې چلند وکړي.

علي رضا بیګدالي وویل چې د ایران حکومت ټولو ګاونډیو هیوادونو ته درناوی لري، په ځانګړې توګه افغانستان ته، او هڅه کوي چې د طالبانو ډلې سره خپلې سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي.

هغه د دواړو خواوو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او له افغانستان سره یې د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.

د ایران سفارت په یوه بیان کې دا هم وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت شارژدافیر، علی رضا بیګدالي، د طالبانو د سرحدونو، قومونو او ملتونو د وزیر، ملا نورالله نوري سره د سرحدي همکارۍ په اړه د خبرو اترو لپاره ولیدل.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي