طالبان: راتلونکی کال به د روغتیا برخه کې یو واضح او اوږدمهاله ستراتېژیک پلان ولرو
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وايي، راتلونکی کال به د روغتیا په برخه کې یو واضح او اوږدمهاله ستراتیژیک پلان ولرو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا سکتور تمویل کونکو او د یو شمیر نړیوالو سازمانونو استازو سره نن چهارشنبې د (وږي ۵ مه) د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې، اړخونو د افغانستان د روغتیا سکتور د اوسني وضعیت، د مرستو اهمیت او راتلونکو پلانونو په اړه بحث وکړ.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د غوره او کیفیت لرونکو خدماتو وړاندې کولو لپاره د سرچینو اغیزمن مدیریت، د شفافیت اصل ته ژمنتیا او له فساد سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت وګڼلو، او ویې ویل چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې یو واضح او اوږدمهاله ستراتیژیک پلان وي.
د عامې روغتیا سکتور تمویل کونکو او د یو شمیر نړیوالو سازمانونو استازو وویل چې دوی به تر ۲۰۲۶ پورې د افغانستان د روغتیا سکتور سره خپل ملاتړ وغځوي او د بیړني روغتیایی خدماتو پروګرام تمویل سربیره به د عامې روغتیا وزارت سره په عمومي سکتور کې هم همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس