۰

د کابل- کندهار پر لار ترافیکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه شول

چهارشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۲
د کابل - کندهار پر لویه لار د کابل د ارغندۍ په سیمه کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲۶ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
د کابل- کندهار پر لار ترافیکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه شول
د کابل - کندهار پر لویه لار د کابل د ارغندۍ په سیمه کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲۶ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د (وږي ۵ مه) سهار مهال د کابل-کندهار د لویې لارې په ارغندي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، بس له کندهار څخه کابل ته روان و چې د کابل ښار په ارغندي سیمه کې له سړک څخه ووت، چې له امله یې خونړۍ پېښه رامنځته شوه.

روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

دا پېښه څو ورځې وړاندې د هرات-اسلام کلا په لاره کې د مسافرو بس یوه بله پېښه وشوه، چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې ووژل شول.

اړوندو چارواکو تر اوسه د دې پېښې د دقیق علت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د لویو لارو ډیری چلوونکي چې د مسافرو د ترانسپورت شرکتونو لپاره کار کوي په مختلفو ډولونو مخدره توکو روږدي دي، او دا د سړک د پېښو یو له اصلي لاملونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي