۰

د طالبانو لوړ پوړی پلاوی تاتارستان ته ولاړ

سی شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۱۴
د طالبانو د اماراتي شرکتونو مشر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته روان شو.
د طالبانو لوړ پوړی پلاوی تاتارستان ته ولاړ
د طالبانو د اماراتي شرکتونو مشر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته روان شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اماراتي شرکتونو د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د وږي ۴ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې شرکتونو د عمومي رییس احمد جان بلال په مشرۍ د ډلې یو لوړ پوړی پلاوی د تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.

په پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او د اماراتو شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال شامل دي.

ټاکل شوې ده چې پلاوی به د تاتارستان له چارواکو سره د صنعتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي او د هغې له مختلفو فابریکو او پروژو څخه به لیدنه وکړي.

د دې سفر په جریان کې، د طالبانو د پټرولیم مرستیال وزیر به د هیواد په پلازمینه کازان کې د "تیل، ګاز او کیمیا" په نوم نندارتون څخه لیدنه وکړي او د تیلو او ګازو صنعت په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې به برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي