د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC سفیر ژمنه وکړه چې د طالبانو د روغتیا سکتور سره به د سازمان همکاري جاري وساتي.
د جمهو آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن سې شنبې (د وږي ۴ مه) په کابل کې د OIC سفیر محمد سعید العیاش سره ولیدل.
دواړو خواوو د روغتیا سکتور پراختیا، مرستو او راتلونکو روغتیایی پلانونو په اړه بحث وکړ.
مولوي نور جلال جلالي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې روغتیا سکتور باید له سیاست څخه جلا وي.
هغه دا هم زیاته کړه چې هغه هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو سربیره د کورنیو بودیجې څخه روغتیایی سیسټم پیاوړی کړي.
د OIC سفیر د اړیکو په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له طالبانو سره به د سازمان همکارۍ ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس