د طالبانو د مالیې وزارت له څلورکلن ځنډ وروسته متقاعدینو ته د هغوی د حقونو د ورکړې اعلان کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په لومړي ګام کې به د نهو تثبیت شویو ادارو او وزارتونو متقاعدین د ځانګړې شوې محکمې د بهیر له بشپړولو وروسته خپلې پیسې واخلي.
دغه نهه تثبیت شوې ادارې د ستندرد ملي اداره، له پيښو سره د مبارزې اداره، د بدني روزنې او سپورت ریاست، د شهیدانو او معلوانو وزارت، د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د چاپیریال ساتنې اداره، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت یاد شوي دي.
دوی ویلي چې د نورو ادارو او وزارتونو مهالویش به د لومړۍ پړاو له بشپړیدو وروسته د وږي یا سنبلې په ۲۵مه اعلان شي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اوسنیو دولتي مامورانو له معاشونو د تقاعد پیسې نه اخلي، خو د پخوانیو متقاعدینو په اړه یې وویل چې د ځانګړې محکمې له بهیر وروسته به یې اجرا کړي.
جمهورخبري آژانس