۰

ملا قیوم ذاکر د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو د دفاع وزارت د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ د سرحدي پوستو څخه د دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د لیدنې خبر ورکړی دی.
ملا قیوم ذاکر د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه
د طالبانو د دفاع وزارت د هلمند ولایت د بهرامچه ولسوالۍ د سرحدي پوستو څخه د دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبې (د وږي ۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ملا عبدالقیوم ذاکر د ۲۱۵ قول اردو د قوماندان او د هلمند ولایت والي سره یوځای د سرحدي پوستو او د خیالي کرښې د غځولو څخه لیدنه وکړه.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: پلاوي د وضعیت د ارزونې پرمهال د بهرامچه ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د طالب سرحدي جنګیالیو ستونزې او اړتیاوې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دې ستونزو د حل لپاره به اړین اقدامات وشي او هر ډول همکاري به وشي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي