۰

په تخار کې د طالبانو څلور غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۱۹
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې په تخار کې د جبهې په برید کې څلور تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په تخار کې د طالبانو څلور غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې په تخار کې د جبهې په برید کې څلور تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د آزادۍ جبهې د رسنیو دفتر نن یکشنبې  (د وږي ۲مه) اعلان وکړ چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د شنبې په ورځ شاوخوا ۷ بجې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالبانو د ملېشو په یوه مرکز برید وکړ.

په بیان کې زیاته شوې چې په برید کې د طالبانو دوه غړي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي