په مسکو کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د دوی پلاوي په بیلاروس کې له افغان بندیانو سره ولیدل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مسکو کې د طالبانو د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د وږي ۲مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د حافظ عبدالله یاسر په مشرۍ د سفارت پلاوی د بیلاروس جمهوریت ته د هغو زندانونو د لیدو لپاره لیږل شوی چې افغانان پکې ساتل کیږي.
د خپل سفر په جریان کې، پلاوي د بیلاروس له یو شمیر چارواکو سره ولیدل او خبرې یې وکړې او د افغان بندیانو ستونزې یې وڅیړلې.
د دې غونډو اصلي تمرکز د بندیانو د وضعیت حل کول او هیواد ته د هغوی د لیږدولو لارې چارې لټول وو.
جمهورخبري آژانس