د ښي اړخ ګوند (اصلاح بریتانیا) مشر د خپلې سختې کډوالۍ پالیسۍ افشا کړې او ویلي یې دي چې که هغه ټاکنې وګټي، نو هغه به د کډوالو د ډله ایز اخراج پلان پلي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ښي اړخ ګوند (اصلاح بریتانیا) مشر نایجل فاریج نن یکشنبې (د وږي ۲مه) وویل چې بریتانیا به د اصلي هیوادونو سره، په شمول د افغانستان سره، د کډوالو د بیرته راستنیدو لپاره تړونونه لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه چې هغه به خپل هیواد د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانسیون څخه وباسي او د ملي بیړني حالت په حواله به د هغو خلکو لپاره د پناه غوښتنې یا د اخراج پر وړاندې د اعتراض حق لغوه کړي چې په کوچنیو کښتیو کې انګلیسي چینل ته ننوځي.
هغه روښانه کړه چې زه د نړۍ د استبدادي رژیمونو مسؤل نشم کیدی، مګر زه کولی شم زموږ په سړکونو کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب مسؤلیت ولرم.
د هغه د پلان له مخې، د ۲۴،۰۰۰ مهاجرینو لپاره د توقیف مرکزونه به په هوایی اډو کې د ۲.۵ ملیارد پونډو په لګښت جوړ شي، چې په ورځ کې به پنځه بیرته ستنیدونکي الوتنې ولري.
فاریج دا هم وړاندیز کړی چې که دا پلان ناکام شي، نو کډوال به د سویلي اتلانتیک په اسنشن ټاپو کې د سمبولیک پیغام په توګه وساتل شي.
جمهورخبري آژانس