د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ۳۰ کسیزه کښتۍ د ډوبېدو له امله درې ښځي او ۹ ماشومان مړه شوي او ۴ تنه نور ټيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه د زمري ۳۱ مه) د دې ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په «پنجاو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ویلي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د کښتۍ سورلي له ګرمسېر د ناوې ولسوالۍ پر لور روان وو.
نوموړي زیاته کړې په دې کښتې کې ۳۰ تنه سپاره و او دوی له ځان سره یو ټېکټر او ګاډۍ هم لېږدوله چې کښتۍ سیند کې ډوبه شوه.
د هغه په وینا، په پېښه کې درې ښځې او ۹ ماشومان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او ۱۴ تنه نور ژوندي له اوبو را ایستل شوي دي.
د پېښې ټپیان روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
جمهورخبري آژانس