۰
د ایران سفارت:

موږ د افغانستان څخه د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو اړتیا لرو

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۴۲
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل چې ایران د افغانستان څخه د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو اړتیا لري.
موږ د افغانستان څخه د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو اړتیا لرو
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل چې ایران د افغانستان څخه د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن پنشنبې (د زمري ۳۰ مه) اعلان وکړ چې د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني په کابل کې د ایران د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره ولیدل.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د وزارت اصلي هدف له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکې جوړول او د صادراتو او وارداتو پراختیا ده.

د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري هم د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري، مذهبي، ژبني او ټولنیزو مشترکاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ایران له افغانستان څخه د لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو اړتیا لري.

دواړو خواوو له افغانستان څخه ایران ته د غنمو او غوښې د صادراتو او له هغه هیواد څخه د ځینو محصولاتو د واردولو په اړه بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي