هرات کې خونړۍ ترافیکي پېښې د ۷۴ تنو ژوند واخیست

29 اسد 1404 ساعت 8:43

د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷۴ تنو ژوند اخیستی، چې د دغه پېښې ډېری قربانیان له ایران څخه رایستل شوې ګډوالې کورنۍ دي.


د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷۴ تنو ژوند اخیستی، چې د دغه پېښې ډېری قربانیان له ایران څخه رایستل شوې ګډوالې کورنۍ دي.
 
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خونړۍ ترافیکي پېښه د سه شنبې په شپه (د زمري ۲۸ مه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک د هرات- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
 
 
سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي، چې یاده پېښه د یو مازدا موټر او موټر سایکل سره د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې او وروسته بس موټر اور اخیستی دی.
 
د وروستیو شمېرو له مخې په دې ترافیکي پېښه کې ۱۷ ماشومانو، د مازدا موټر د دوه سورلیو او یو موټر سایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د یادې ترافیکي پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
 
 
ویل کېږي د مسافر وړونکي موټر ټول سپاره کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون په اور کې سوځېدلي، په داسې توګه چې جسدونه یې د پېژندلو وړ نه دي.
 
 
د یادې ترافیکي پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د مسافر وړونکي موټر له حده زیات ګړندیتوب او د موټر چلوونکي بې پروايي ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com