طالبانو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان له دندو ګوښه کړل

27 اسد 1404 ساعت 14:48

د کابل پوهنتون سرچینو تایید کړې چې طالبانو د پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان له دندو ګوښه کړي دي.


د کابل پوهنتون سرچینو تایید کړې چې طالبانو د پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان له دندو ګوښه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل پوهنتون سرچینو نن دوشنبې (د زمري ۲۷ مه) وویل چې عبدالمتین شهیدي، محمد عصامي او احسان الله مبارز د پوهنتون درې استادان وو چې د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوي وو.

مخکې له دې، د طالبانو د نظامي ځواکونو په منځ کې د پوستونو د کمولو د پروسې له پیل وروسته، د پوهنتون یو شمېر استادان او د ښوونځیو ښوونکي هم له خپلو دندو ګوښه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر استادانو معاشونه له پنځو زرو افغانیو څخه کم شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com