په قطر کې د طالبانو سفیر د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر سره وکتل او په افغانستان کې د زړه د نیمګړتیاوو لرونکو ماشومانو د عملیاتو لپاره د تجربه لرونکو قطري ډاکټرانو د لیږلو په اړه یې بحث وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو سفارت نن یکشنبې (د زمري ۲۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې په دوحه کې د سفارت سفیر سهیل شاهین د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر فیصل محمد العمادي سره ولیدل.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د سرې میاشتې ټولنو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه بحث وکړ، چې پکې د زړه د نیمګړتیاوو لرونکو ماشومانو د عملیاتو لپاره د تجربه لرونکو قطري ډاکټرانو لیږل، د افغان ډاکټرانو لپاره د زړه د ناروغیو د روزنیزو کورسونو جوړول، او د سر مشاط پورې اړوند د زړه د ناروغیو روغتون په بیارغونه کې مرسته کول شامل دي.
العمادي په هر اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د پورته ذکر شویو مسلو د تعقیب لپاره، د سفارت او قطري سرې میاشتې لخوا دوه کسان د همکارۍ د راتلونکو مرحلو د تعقیب لپاره د فوکل پواینټونو په توګه ټاکل شوي دي.
جمهورخبري آژانس