د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن یکشنبې (د زمري ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سیلابونو او درنو بارانونو امکان شته.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: په جنوب ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره سرعت سره د درنو بادونو او دوړو امکان هم شته.
جمهورخبري آژانس