۰

د افغانستان د آزادۍ جبهې په برید کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۲۵ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۵۹
د افغانستان د آزادۍ جبهې په تخار ولایت کې د دریو طالب جنګیالیو د وژل کیدو او ټپي کیدو اعلان وکړ.
د افغانستان د آزادۍ جبهې په برید کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د آزادۍ جبهې په تخار ولایت کې د دریو طالب جنګیالیو د وژل کیدو او ټپي کیدو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې نن شنبې  (د زمري ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې ځواکونو د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزي دفتر باندې د سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې راکټي برید وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسوالۍ په مرکزي دفتر باندې د دې برید په پایله کې، د طالبانو دوه تنه ملېشه ووژل شول او د ډلې یو بل غړی ټپي شو.

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په اوږدو کې د طالبانو ډلې پر وړاندې د افغانستان د آزادۍ جبهې د چریکانو د وسله والې مبارزې په پایله کې، ۲۲۵ تنه طالب ملېشه ووژل شول او د ډلې ۱۷۴ نور غړي ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي