خوست او پکتیکا د غلا په تور ۷ کسان نیول شوي

21 اسد 1404 ساعت 17:03

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې سیمه ییزو طالبانو د نغدو پیسو او سرو زرو د غلا په تور د ۷ کسانو د نیولو اعلان وکړ.


په خوست او پکتیکا ولایتونو کې سیمه ییزو طالبانو د نغدو پیسو او سرو زرو د غلا په تور د ۷ کسانو د نیولو اعلان وکړ.

جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محمد طاهر احرار نن سې شنبې (د زمري ۲۱مه) وویل چې د دې ولایت د پولیسو ځواکونو د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د خوست ولایت له بیلابیلو سیمو څخه د ۳۷۰ زره افغانیو د غلا په تور څلور کسان نیولي دي.

په ورته وخت کې، د پکتیکا د پولیسو قوماندانۍ دا هم وویل چې د ولایت مرکز شران کې د څلورمې امنیتي حوزې افسرانو درې شکمن کسان نیولي چې له یوه کور څخه یې سره زر او نغدې پیسې غلا کړې وې.

دا شکمن کسان د مرکز په قلعه خاني سیمه کې د سرو زرو درې بنګړیو، یوه مرغۍ او ۳۵ زره افغانیو سره نیول شوي دي.

نیول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي او وروسته به قضايي چارواکو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184950

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com