په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د هیواد په مرکزي سیمو کې د ۲۳ تعلیمي مرکزونو لپاره د لمریزې بریښنا سیسټمونه فعال کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) چارواکو نن دوشنبې (د زمري ۶ مه) د سازمان په X پاڼه کې لیکلي چې سږکال یې د هیواد په مرکزي سیمو کې د ۲۳ تعلیمي مرکزونو لپاره د لمریزې بریښنا سیسټمونه نصب کړي دي.
سازمان ویلي چې ۱۰،۳۲۷ زده کونکي له دې بریښنا څخه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر لیکلي چې لمریزه انرژي په دوامداره پرمختګ کې رول لوبوي.
جمهورخبري آژانس