۰

ریچارډ بینټ: طالبانو ان زاړه کسان هم له ظلم او توقیف څخه نه دي په امن کړي

سی شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۴۲
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبانو حتی زاړه کسان هم له ظلم او توقیف څخه نه دي ژغورلي.
ریچارډ بینټ: طالبانو ان زاړه کسان هم له ظلم او توقیف څخه نه دي په امن کړي
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبانو حتی زاړه کسان هم له ظلم او توقیف څخه نه دي ژغورلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ نن سه شنبې (د چنګاښ ۳۱مه) د طالبانو لخوا د یوې زاړه برتانوي جوړې د نیولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او په خپله اېکس پاڼه یې لیکلي، چې دا جوړه، چې عمرونه یې ۸۰ او ۷۵ کاله دي، له پنځو میاشتو څخه زیات د طالبانو په توقیف کې پرته له کوم رسمي تور څخه دي، او د دوی روغتیايي حالت خراب بلل شوی دی.

بینټ، د دوی د وضعیت د سملاسي حل کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ، د کافي روغتیا پاملرنې او د دوو برتانوي اتباعو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

بینټ زیاته کړه چې د محاکمې پرته دا ډول توقیفونه، په ځانګړي توګه د زړو یا زیان منونکو خلکو په قضیه کې، د بې عدالتۍ او د بشري حقونو د سرغړونې یوه څرګنده بیلګه ده.

د یادونې وړ ده چې بینټ په مکرر ډول پر طالبانو تور لګولی چې د خلکو اساسي آزادۍ ځپي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي