د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندوز ولایت کې د دریو طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کولو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان د آزادۍ جبهې نن سې شنبې (د چنګاښ ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۸:۴۵ بجې د دې ولایت په بندر خان آباد کې د کندوز ولایت د طالبانو د تش په نامه مشرتابه د مشر ملا نجیب غفوري مرکز په نښه کړ.
په اعلامیه کې زیاته شوې: په برید کې دوه طالب ملېشه وژل شوي او یو بل ټپي شوی، خو د ملا نجیب د برخلیک په اړه لا تر اوسه کره معلومات نشته.
لکه څنګه چې یې مخکې د افغانستان عزتمندو خلکو ته خبر ورکړی و، د افغانستان د آزادۍ جبهې د طالبانو د تش په نامه مشرتابه لخوا د خپل سري نیولو، منظمو تښتونو او د ښځو د ځورونې له امله د دې ډلې پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه زیات کړي دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د رژیم ظلمونه او وحشتونه به بې ځوابه پاتې نشي.
جمهورخبري آژانس