د حکومت پخوانی لومړی مرستیال وايي چې د مشروع او باثباته حکومت په نشتوالي کې د تاپي او افغان ټرانس پروژو پلي کول خیالي خوبونه دي.
د جمهور اژانس د خبر له مخې، د حکومت پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ځینې یې په افغانستان کې د مشروع او باثباته حکومت په نشتوالي کې خیالي خوبونه دي.
هغه لیکلي، د ټاپي ګاز پایپ لاین پروژې (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند) او اوس د افغان ټرانس ریل پټلۍ.
د امرالله صالح په وینا، حتی هغه لاسلیک کونکي چې دا سند یې د دې سرلیکونو سره لاسلیک کړی پوهېږي چې دوی د یوې خیالي لنډې فلم لوبغاړي دي.
د امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د ټرانس-افغان ریل پټلۍ پروژې د امکان سنجونې مطالعاتو په اړه موافقه پرون په کابل کې د طالبانو، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
جمهورخبري آژانس