۰

طالبان: د حجاب اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین روان دی

شنبی ۲۸ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۵
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د دې ډلې لخوا د ښځو د نیولو په اړه وویل چې په ټول هېواد کې د حجاب اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین روان دی.
طالبان: د حجاب اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین روان دی
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د دې ډلې لخوا د ښځو د نیولو په اړه وویل چې په ټول هېواد کې د حجاب اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن شنبې (د چنګاښ ۲۸ مه) له کابل څخه د ښځو د نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د حجاب ارزښت او اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین په ټول هېواد کې روان دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تیره اونۍ د کابل له شهر نو څخه لسګونه ښځې نیولې وې.

د طالبانو محتسبانو د کابل په شهر نو کې له کلینیکونو، رستورانتونو او د پیرودلو پر مهال ښځې او نجونې پرته له کوم دلیل څخه نیولې او امنیتي سیمې ته یې لیږدولې وې.

ویل کېږي چې یو شمېر نیول شوې ښځې د طالبانو لخوا په ضمانت خوشې شوي دي، خو ځینې یې لا هم د رژیم په توقیف کې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي