د امریکا د استازو جرګې یوه غړې وايي چې له امریکا او نورو هېوادونو د افغان کډوالو ایستل داسې دي لکه په دوی چې د اعدام حکم وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا د استازو جرګې غړې ایلهان عمر نن پنشنبې (د چنګاښ ۲۶ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: متحده ایالات، پاکستان او ایران دنده لري چې د دې اخراجونو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنوري کې د یو اجرایوي فرمان په صادرولو سره د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلې پروګرام (USRAP) یوه لویه برخه وتړله، چې په ترڅ کې یې زرګونه خلک، په شمول د هغو افغان کډوالو چې د امریکایي ځواکونو سره یې خدمت کړی و، د سفر لپاره چمتو شوي او ټکټونه ترلاسه کړي وو، خو امریکا ته د دوی الوتنې لغوه شوې.
د امریکا یوې فدرالي محکمې د یو شمېر هغو افغان کډوالو د لیږد او بیا میشتیدنې پروسې د بیا پیلولو امر کړی چې د امریکا متحدین ګڼل کیږي.
جمهورخبري آژانس