د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز ولایت کې د څلورو طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کیدو اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د آزادۍ جبهې نن پنجشنبې (د چنګاښ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د چهارشنبې په ورځ د شپې ۹:۰۰ بجې د کندز ښار د لومړۍ ناحیې په کابل بندر څلور لارې کې د طالبانو پر پوستې برید وکړ.
په اعلامیه کې ویل شوي: "د دې عملیاتو په پایله کې، دوه طالبان ووژل شول او د دې ملیشو دوه نور غړي ټپیان شول."
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس