۰
د افغان کډوالو شورا رئیس:

د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د کارکوونکو ګوښه کول "اخلاقي سقوط" دی

شنبی ۲۱ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۱۷
په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د شورا مشر د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د هڅو د همغږي کوونکي د دفتر د کارکوونکو ګوښه کول د ډونالډ ټرمپ ادارې لخوا اخلاقي سقوط وباله.
د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د کارکوونکو ګوښه کول "اخلاقي سقوط" دی
په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د شورا مشر د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د هڅو د همغږي کوونکي د دفتر د کارکوونکو ګوښه کول د ډونالډ ټرمپ ادارې لخوا اخلاقي سقوط وباله.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې، په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د شورا مشر شان وان ډایور نن شنبې ( د چنګاښ ۲۱ مه) په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې د هڅو یا "CARE" د همغږي کوونکي د دفتر د کارکوونکو ګوښه کول او د هغې دروازې تړل نه یوازې یوه سیاسي پریکړه ده؛ بلکې دا یو اخلاقي سقوط هم دی.

هغه لیکلي: دا دفتر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا تړل کیږي پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې افغان کډوال لاهم په خطر کې دي.

د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی به د بیا میشتیدنې د پراخ پروګرام د یوې برخې په توګه له خپلو ۱۳۰۰ څخه ډیر کارمندان له دندې ګوښه کړي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د کییر دفتر هم له دې څخه اغیزمن شوی او دا د ټرمپ ادارې د فدرالي حکومت د اندازې کمولو د پالیسیو یوه برخه ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي