دایکنډي؛ د ښځو لپاره ځانګړی سیمه ییز بازار جوړ شوی دی

5 سرطان 1404 ساعت 14:33

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د ښځینه سوداګرو لپاره د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ځانګړې سیمه‌ ییز بازار د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.


د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د ښځینه سوداګرو لپاره د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ځانګړې سیمه‌ ییز بازار د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه بازار د نیلي ښاروالۍ له بودیجې څخه د ۳ میلیونه ۸۹۸ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې موخه‌ یې په ښار کې د مېرمنو لپاره د خوندي سوداګرۍ زمینې برابرول دي.

مسوولین زیاتوي، چې دغه بازار د نیلي ښار په فامیلي پارک کې جوړ شوی او شاوخوا ۹۰ مېرمنو ته‌ پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183419

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183419/

جمهور
  https://www.jomhornews.com