د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۸ مه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره وګوري.
د جمهور اژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه شپږمې ورځې ته ننوځي او دواړه خواوې په یو بل پوځي بریدونه کوي.
عاصم منیر، چې د جون له ۱۴مې راهیسې په متحده ایالاتو کې دی، مخکې له دې د غونډې لپاره پلان جوړ کړی و. په هرصورت، په سیمه کې وروستیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د اسراییل او ایران د جګړې پیل او د هند او پاکستان ترمنځ د تیرې میاشتې پوځي شخړې ته په پام سره، تمه کیږي چې د خبرو اترو یوه مهمه برخه به دې مسلو ته وقف شي.
پاکستان، چې په خپلو لویدیځو سیمو کې له ایران سره اوږده پوله لري، په دې وروستیو کې یې لوړ پوړي چارواکي د اسراییل پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دفاع وزیر خواجه آصف د هغو کسانو په ډله کې دي چې د اسراییلو د پالیسیو په اړه په کلکه نیوکه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر څو اونۍ وړاندې د ایران د وسله والو ځواکونو د ګډو ځواکونو د لوی درستیز محمد حسین باقري سره ولیدل، چې په تهران باندې د اسراییلو په لومړنیو بریدونو کې ووژل شو.
عاصم منیر د پاکستان په سیاسي او پوځي تاسیساتو کې تر ټولو پیاوړی شخصیت ګڼل کیږي.
جمهورخبري آژانس