د طالبانو ادارې مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته لاړ

27 جوزا 1404 ساعت 14:48

د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چین-جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.


د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چین-جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.

د جمهور آزانس د خبر له مخې طالبانو مرکزي دفتر نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۷ مه) اعلان وکړ چې د دې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د طالبانو د پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی ترڅو د چین-جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې ګډون وکړي.

د طالبانو په پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال وزیر محمد نعیم وردک شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د دې سفر په جریان کې، مولوي عبدالسلام حنفي د چین-جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې ګډون او وینا وکړي، او د چین له یو شمیر چارواکو سره به وګوري ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو پراخولو په اړه بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com