د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې اساسه دي / موږ تر اوسه پرمختللي توغندي نه دي کارولي

27 جوزا 1404 ساعت 14:44

د کورنیو چارو پخواني وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت اوسني لوړ پوړي سلاکار د صهیونیسټ رژیم د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې بنسټه وبللې.


د کورنیو چارو پخواني وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت اوسني لوړ پوړي سلاکار د صهیونیسټ رژیم د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې بنسټه وبللې.

ایران رسنیو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷ مه) راپور ورکړ چې د هیواد لوړ پوړي پوځي سلاکار ډګر جنرال واحدي وویل چې د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې اساسه دي، موږ تر اوسه پرمختللي توغندي نه دي کارولي، او موږ د اوږدې مودې جګړې لپاره چمتو یو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ایران له خوا په نیول شویو سیمو باندې د توغندیو ویجاړونکي بریدونه دوام لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com