د کورنیو چارو پخواني وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت اوسني لوړ پوړي سلاکار د صهیونیسټ رژیم د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې بنسټه وبللې.
ایران رسنیو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷ مه) راپور ورکړ چې د هیواد لوړ پوړي پوځي سلاکار ډګر جنرال واحدي وویل چې د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د توغندیو د زېرمو د ویجاړولو ادعاوې بې اساسه دي، موږ تر اوسه پرمختللي توغندي نه دي کارولي، او موږ د اوږدې مودې جګړې لپاره چمتو یو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ایران له خوا په نیول شویو سیمو باندې د توغندیو ویجاړونکي بریدونه دوام لري.
جمهورخبري آژانس