د ایران د توغندیو بریدونو له پیل راهیسې له ۶۰۰ څخه زیات صهیونیستانو ته مرګ ژوبله اوښتې
اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې پر اسراییلو د ایران د توغندیو بریدونو له پیل راهیسې له ۶۰۰ څخه زیات صهیونیسټان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي رسنیو د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۶ مه) د صهیونیستي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې په تل ابیب باندې د ایران د بریدونو له پیل راهیسې ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۹۲ نور ټپیان شوي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي چې د لسو ټپي شویو اسراییلیانو حالت هم نازک دی.
د یادونې وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیو څپې د تیرې جمعې په ماښام د هیواد په خاوره باندې د اشغالګر رژیم له یرغل وروسته پیل شوې.
تر اوسه پورې د ایران د توغندیو اته څپې په اشغال شویو سیمو باندې ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې د اشغالګر رژیم مهم پوځي، تیلي او سیاسي تاسیسات په نښه شوي دي او اشغالګرو ته د تصور وړ زیان رسیدلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي او پوځي چارواکي وايي چې جګړه دوی نه ده پیل کړې، او په داسې شرایطو کې یې له زغم څخه کار نه دی اخیستی، او دوی به اوربند ونه مني.
جمهورخبري آژانس