۰

کونړ؛ پر زهري موادو د ککړو خوړو له کبله درې ماشومان مړه شوي

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۵۱
د کونړ ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر زهري موادو د ککړو خوړو له کبله درې ماشومان مړه شوي دي.
کونړ؛ پر زهري موادو د ککړو خوړو له کبله درې ماشومان مړه شوي
د کونړ ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر زهري موادو د ککړو خوړو له کبله درې ماشومان مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې چې دا پېښه شنبه له غرمې مخکې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابرو» سیمه کې شوې ده.

د دوی په خبره پېښه هغه مهال وشوه چې دا درې ماشومان د هندوانو کروندو ته تللي او هلته یې داسې خواړه چې د موږکانو د وژلو پر موادو ککړ شوي وو، خوړلي دي.

سرچینو زیاته کړې چې د دغو ماشومانو دوو یې د کونړ په ولایتي روغتون او بل هغه یې په ننګرهار کې ساه ورکړې ده.

سرچینو ویلي چې څلورم ماشوم هم د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي