۰

د کډوالو وزارت د دفتر رییس د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره کتلي

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۶
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د دفتر رییس قاري محمد اجمل ویاړ د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره کتلي دي.
د کډوالو وزارت د دفتر رییس د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره کتلي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د دفتر رییس قاري محمد اجمل ویاړ د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ایران او پاکستان له لوري د جبري راستنو شویو افغان کډوالو د حالت، لومړنیو اړتیاوو او اوږدمهاله ملاتړ د میکانیزمونو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ویاړ د یادو ادارو له استازو سره د جبري راستنو شویو کډوالو د وضعیت ښه کولو په موخه د کډوالو وزارت هڅې تشریح کړې او تر څنک یې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو موضوع او د دوی د لومړنیو اړتیاوو لکه: د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدماتو، کاري فرصتونو او ټولنیز ادغام په برخو کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو استازو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي