طالب چارواکي: کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کېږي

14 جوزا 1404 ساعت 9:57

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کیږي.


د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کیږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو، د کرنې، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې او کابل ښاروالۍ استازو له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ لېږدولو لپاره ځانګړې غونډه کړې.

دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني ویلي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته ولېږدول شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182841

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182841/

جمهور
  https://www.jomhornews.com