د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي چې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو شمېر ډېر شوی او په وروستیو میاشتو کې یې د دغه بهیر له چټکېدو اندېښنه ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان پرون په یوه راپور کې لیکلي چې له ایران څخه یوازې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې شاوخوا ۱۵ زره او ۶۷۵ کډوال ایستل شوي چې د اپریل میاشتې پرتله ۲.۳ برابره ډېروالی ښيي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې له اسنادو پرته راستنو شویو شمېر د تېر کال مې میاشتې پرتله درې برابره ډېر شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو د راستنولو لړۍ تر هغې وځنډوي چې شرایط ورته برابر شي.
جمهورخبري آژانس